د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، لا هم د هغې سرمشريزې جوړېدو ته تمه لري چې په سينګاپور کې د شمالي کوريا له رهبر کيم جونګ اون سره د جون مياشتې پر ١٢مه پام کې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې ښاغلي ټرمپ څو ورځې مخکې د شمالي کوريا له رهبر سره د تاريخي کتنې د لغوه کېدو اعلان کړى و.
د امريکا ولسمشر ټرمپ پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» په سپينه ماڼۍ کې وويل:
"له شمالي کوريا سره مو د هغې سرمشريزې پر شرايطو ښه پرمختګونه کړي او کارونه ښه مخ ته روان دي او د جون پر ١٢مه په سينګاپور کې هغې سرمشريزې ته تمه لرو."
بلخوا د جنوبي کوريا ولسمشر مون جه اېن چې له کيم جونګ اون سره يې پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» ناببره وکتل، خبريالانو ته وويل چې واشنګټن او پيونګ يانګ په پام کې لري د جون د ١٢مې په سرمشريزه کې عملي خبرې وکړي.
د جنوبي کوريا ولسمشر ويلي چې د شمالي کوريا رهبر خپله هغه ژمنه بيا تکرار کړه چې له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې پاکول به بشپړوي او له ولسمشر ټرمپ سره به وګوري.