روسيه او جاپان ژمن دي چې پر يوه تړون به د سلاکېدو هڅې چټکې کړي

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين او د جاپان صدراعظم شينزو ابه ژمنه وکړه چې د دوهمې نړيوالې جګړې د سولې پر يوه تړون د سلا کېدو لپاره به خپلې هڅې چټکې کړي.

دوى دغه راز د هغو ټاپوګانو پرسر د لانجې د ختمولو لپاره پر يوه موافقه د سلا کېدو ژمنه هم وکړه، دواړه هېوادونو ورباندې دعوه لري.

پوتين د جاپان له صدراعظم سره تر خبرو وروسته پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» په مسکو کې يوه کنفرانس کې وويل:

"زموږ په باور د داسې حل‎لارې موندل مهم دي چې د روسيې او جاپان ګټې تضمينوي او د دواړو هېوادونو ملتونو ته د منلو وړ وي."

د جاپان صدراعظم هغو ټاپوګانو ته په اشاره چې جاپان او روسيه يې پر مالکيت دعوه لري- وويل، د دې لانجې ختمول اسانه کار نه‎دى، خو موږ غواړو چې پاى ته يې ورسوو.

توکيو دغو ټاپوګانو ته خپل شمالي قلمرو وايي، خو روسيه يې جنوبي کوريل جزاير بولي او د مالکيت دعوه‎يې لري.

پخواني شوروي اتحاد دغه ټاپوګان د دوهمې نړيوالې جګړې په پاى کې اشغال کړل او هلته مېشت ١٧زره جاپانيان يې اړ کړل چې نورو سيمو ته کډه وکړي.

دغې مسئلې له هغې راهيسې د دواړو سيمه‎ييزو قدرتونو ترمنځ اړيکې ترينګلې کړي.