په بغلان کې سېلابونو خلکو ته مالي تاوانه اړولي

په بغلان ولايت کې له تېرماښام راهيسې سېلابونو خلکو ته مالي تاوانه اړولي دي.

حکومتي مسؤلين وايي، د «ده صلاح» ولسوالۍ په ځينو برخو کې دغو سېلابونو په لسګونو دکانونه او څه باندې ٢٠ کورونه تخريب کړي دي.

د «ده صلاح» ولسوال فيض محمد اميري وايي، دغو سېلابونو چا ته د سر زيان نه دى اړولى، خو خلک يې په مالي لحاظ ډېر زيانمن کړي دي.

د ازادي راډيو خبريال وايي، په وروستيو ورځو کې په بغلان کې سختو ورښتونو او سېلابونو تر اوسه شا و خوا ١٠٠٠ کورونه تخريب کړي او ٨ کسان يې مړه کړي دي.