رودوال: په غزني کې به د رأی ورکوونکو مرکزونه ژر پرانېستل شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په غزني کې د رأی ورکوونکو او کاندیدانو د ثبت لپاره به ډېر ژر انتخاباتي مرکزونه پرانېستل شي.

په افغانستان کې د جوزا په پينځمه نېټه د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د کاندیدانو د نومونو د ثبت بهیر پېل شو.

دا لړۍ به د جوزا تر ۲۲مې ڼېټې جاري وي.

خو رپوټونه وايي چې په غزني کې هېڅ انتخاباتي مرکز نه‌دی پرانېستل شوی.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سیمه‌ييز مشر، اول الرحمن رودوال پرون شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي راډیو ته وویل چې په غزني کې ستونزې شته، خو د حل‌لپاره یې هڅې روانې دي.

اول الرحمن رودوال زیاته کړه:

"سږکال د غزني دفترونه تړلي پاتې دي، خو خلکو یې مخالفت کړی او انشالله چې دا ستونزه به ژر تر ژره حل شي او خلک به مناسبه نماینده‌ګي ولري، کمېسیون له دولت او ولسونو سره په تماس کې دی چې دا ستونزه حل شي."

د ښاغلي رودوال په وینا، په غزني کې د امنیت د خرابوالي له امله او دا چې په مخکنیو انتخاباتو کې هم ستونزې وې، دا وار د رأی ورکوونکو او کاندیدانو د ثبت بهیر ته خنډ پېښ شوی دی.

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراوو انتخابات د میزان په ۲۸مه نېټه کېږي.