د ایران خبري رسنۍ وايي چې د ازاد پوهنتون د فارسي ادبیاتو د پوهنځي یو استاد د سُني مسلمانانو د سپکاوي په تور نیول شوی دی.
د ایران رسنیو د هغه هېواد د سیستان او بلوچستان ایالت د څارنوال، علي مؤحد ایراد په حواله لیکلي چې د هغه ایالت په مرکز زاهدان کې د ازاد پوهنتون یو استاد د جمعې په ورځ ونیول شو.
مؤحد ایراد ویلي چې نیول شوي وګړي، په یوه ویډيو کې په ایران کې د اتحاد پرضد خبرې کړې وې.
په زاهدان کې د ازاد پوهنتون یو شمېر محصلینو د دې ويډیو تر خپرېدو وروسته، اعتراضي لاریون هم کړی و.
د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې ډېر بلوچان اوسي چې سُنیان دي.