ایراني الاصله بریتانوۍ مېرمن، نازنین زاغري-راتکلیف به د نویو امنیتي تورونو له امله، بیا محاکمه شي.
دا خبره د تهران د انقلابي محکمې د مشر، موسی غضنفرابادي په حواله خپور شوی دی.
نازنین زاغري-راتکلیف د ټامسن رويټرز له بنسټ سره کار کاوه او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د تهران په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شوه.
هغه د ایران د حکومت پر ضد د دسیسې جوړولو په تور محاکمه، په پینځه کاله بند محکومه شوه او اوس مهال په زندان کې ده.
د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون ویلي چې تېرکال يې ایران ته په سفر کې له ایراني چارواکو غوښتنه کړې وه چې د زاغري راتکلف په څېر هغه وګړي چې د بهرنیو هېوادونو تابعیت لري، باید له زندانه خوشې کړي.