په هند کې یو ډاکټر مسکینانو ته وړیا طبي مرستې کوي

د هند په پونه ښار کې یو ډاکټر هغو خلکو ته چې مسکینان دي، وړیا طبي مرستې کوي، څو هغوی له خیر ټولولو لاس واخلي.

ډاکټر ابیجیت سوناوني د رویټرز خبري اژانس ته پرون شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» وویل چې په جوماتونو او معبدونو ګرځي او هغه دروېزګر چې ډاکټر ته د تګ توان نه‌لري، معالجه کوي.

ډاکټر ابیجیت سوناوني وايي:

"زما اصلي هدف طبي مرسته نه‌ده ، دا کار د هغوی زړونو ته د لار پېدا کولو لپاره کوم، زما په باور هغوی باید کار وکړي او له دروېزې لاس واخلي."

د رویټرز خبري اژانس په حواله، په هند کې ډېر دروېزګر شته چې تعلیم یې کړی خو د کار د نشتوالي له امله خیر ټولوي.