د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د جمعې په ورځ په بروکسل کې ازادي راډیو ته وویل چې جرمني او بریتانیا به افغانستان ته نور پوځیان واستوي.
وسله والو طالبانو ډېر کله پر دې ټینګار کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت له امله جګړه نه دروي، که څه هم د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي دي چې پر دې موضوع د سولې د مذاکراتو پر مهال بحث کولای شو، خو په ورته وخت کې افغانستان ته د نورو بهرنیو ځواکونو له تګ سره به د سولې هلې ځلې څرنګه شي؟
دا پوښتنه د ازادي راډيو خبریال احمد شیبر له علي احمد جلالي څخه د مرکې په پیل کې کړې ده، جلالي د ا مریکا د دفاعي پوهنتون استاد پاتې شوی، یو وخت د افغانستان د کورنیو چارو وزیر و او اوس په جرمني کې د افغانستان سفیر دی.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاړئ:
Your browser doesn’t support HTML5
له ښاغلي جلالي سره مرکه