ناټو: د غړو هېوادونو د پوځیانو ډېرول له طالبانو سره د مخامخ جګړې په معنا نه ده

د ناټو عمومي منشي وايي، د تړون څو غړو هېوادونو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر د زیاتولو پرېکړه کړې، خو دا په دې معنی نه ده چې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت به د وسله والو طالبانو پرضد په مخامخ جګړه کې ګډون کوي.

ینس ستولټنبرګ پرون جمعه په بروکسل کې د ازادې اروپا راډیو له خبریال سره په مرکه کې وویل چې دوی به د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورې ورکولو ماموریت جاري وساتي، څو هغوی په خپله له وسله والو طالبانو او تروریزم سره مبارزه وکړي.

ینس سټولټنبرګ

ینس سټولټنبرګ وویل:

"زموږ څو غړو هېوادونو پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر زیات کړي، دا کار د هغې پرېکړې پر اساس شوی چې موږ تېر کال کړې وه، یوشمېر متحدانو پخوا هم د خپلو ځواکونو د شمېر د زیاتولو اعلان کړی او دا بهیر له څو میاشتو راهیسې روان دی، په ابتدائي پړاو کې بریتانیا او جرمني د پوځيانو د شمېر د زیاتولو اعلان وکړ."

د ناټو پر رسمي وېبپاڼه لیکل شوي چې جرمني اوسمهال په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې، ۱۳۰۰ پوځيان لري.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ غوڅ ماموریت د مارچ په ۲۴مه مزارشریف ته د جرمني د دفاع د وزیرې د سفر پرمهال اعلان وکړ چې جرمني به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۹۸۰ څخه ۱۳۰۰ ته زیات کړي.

د ناټو پر وېبپاڼه، په افغانستان کې د بریتانوي پوځيانو شمېر ۵۰۰ تنه بلل شوی چې اکثر په کابل کې خدمت کوي، خو غربي رسنۍ وايي چې اوسمهال ۶۰۰ بریتانوي پوځيان په افغانستان کې مېشت دي.

د بي بي سي په حواله، د بریتانیې دفاع وزارت د مې میاشتې په ۱۸مه د هغه هېواد صدراعمظې ته وړاندیز وکړ چې ۴۰۰ نور پوځیان هم افغانستان ته واستوي.

ټاکل شوې چې د ناټو غړي هېوادونه د جولای میاشتې په ۱۱مه او ۱۲مه په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شمېر د زیاتولو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي، خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د ازادې اروپا راډيو خبریال ته وویل چې په افغانستان کې یې د ماموریت هدف یوازې د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزل دي.

د سټولټنبرګ په وینا، په افغانستان کې له زیاتو ستونزو سره د افغان امنیتي ځواکونو د تعهد، مسلکي چلند او زړورتیا له امله خوشبین دی.

ویس برمک

په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک ازادي راډیو ته وویل چې هره پرېکړه به د دواړو خواوو د موافقې پر اساس کېږي.

ویس برمک وویل:

"په افغانستان کې اوسنی وضعیت متاسفانه داسې دی چې نیابتي ځواکونه د نورو هېوادونو د ګټو لپاره دلته جنګېږي، که هغوی خپلې حملې زیاتې کړي، ګډه پرېکړه به کېږي او د دواړو خواوو د تفاهم له مخې، که چېرې د ناټو د پوځيانو زیاتېدو ته اړتیا وه، دوه اړخېزې پرېکړې به وشي او عملي به یې کړو."

د ناټو د رسمي وېبپاڼې په حواله، د ناټو تړون اوسمهال په افغانستان کې ۱۵ زره او ۶۲۳ عسکر لري چې تقریباً نیمايي برخه یې د امریکا د متحدو ایالاتو دي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ناټو له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپلو پوځيانو شمېر زیات کړي.