په خوست کې د نوم لیکنې د یو مرکز دوه ساتونکي وژل شوي

نن د شنبې په ورځ سهار لس نیمې بجې د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سلیم کلي د نوم لیکنې مرکز پر ساتونکو برید شوی او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل وسله وال چې چادرۍ يې پر سرونو وې، په سراچه ګاډي کې د نوم لیکنې مرکز ته نږدې ورغلي، دوه تنه ساتونکي يې وژلي او په تېښته بریالي شوي دي.

ده وویل چې وژل شوي کسان یو په ملي اردو او بل په ملي پولیسو پورې اړوند و.

د خوست د والي ویاند زیاته کړه، د برید په باب د کشفي ادارو لخوا پلټنې پیل شوي دي.

د خوست د ولایتي شورا غړی مجیب الرحمن سلیم زوی چې د یاد کلي اوسیدونکی دی وايي چې وسله وال د نوم لیکنې مرکز ته نه دي رسېدلي او د نوم لیکنې مرکز، مامورینو او نورو مراجعینو ته هم زیان نه دی رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ هم یو سرتېری په ښار کې د نامعلومو موټرسایکل سورو لخوا په ډزو ووژل شو.

د پيښې مسؤلیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.