د ارزګان د چورې ولسوالۍ د سقوط په اړه اندېښنې

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د محاصرې په اړه ضد اونقیض راپورونه ورکړل شوي دي.

د چورې ولسوال امین الله خالقي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دا ولسوالي محاصره کړې ده او که اضافي سرتېري ونه رسېږي ښايي سقوط وکړي.

خالقي وویل، وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د بازار د خولې پر پوسته درنه جګړه پیل کړې ده چې اوس هم روانه ده.

د نوموړي په وینا وسله وال وروسته له هغه د ولسوالۍ د مرکز څوسوه مترۍ ته ورسېدل چې د ملي اردو ځواکونو تېره شپه درې پوستې له جګړې پرته طالبانو ته پریښودې او شاتګ يي وکړ.

خو په ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لوا قوماندانۍ چارواکي که څه هم په چورې ولسوالۍ کې جګړه تائیدوي خو وايي اضافي سرتېري هلته رسېدلي دي.

د دوی په وینا په سیمه کې وضعیت عادي دی او کومه ستونزه نشته.