د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک د جمعه په ورځ وویل دا هېواد او اسټرالیا به په ۲۰۱۴ کال کې د مالیزیا د مسافر وړونکې الوتکې د راغورځولو په قضیه کې د روسيي پر ضد قانوني دوسیه پرانیزي.
نوموړي وویل هالنډ او اسټرالیا دې نتیجې ته رسېدلي دي چې روسيه د اوکراین په ختیځ کې د بوک توغندي د سیستم چې د مالیزیا الوتکه پرې ویشتل شوې وه، د ځای پر ځای کولو مسؤله ده.
د مالیزیا د هوايي کرښو د پرواز ایم ایچ ۱۷ په نسکورېدو کې د الوتکې د عملې او مسافرو په ګډون ۲۹۸کسان ووژل شول.
تر دې یوه ورځ مخکې د هالنډ په مشرۍ د نړیوالو جنايي تحقیقاتو مشترک ټیم وویل هغه بوک ډوله توغندی چې د مالیزیا مسافر وړونکې الوتکه پرې نسکوره شوې ده، د روسيې د دافع هوا ځواک له ۵۳ لوا څخه ویشتل شوی دی.
د مالیزیا د مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو د پېښې په پلټونکو مشترک ټیم کې د اسټرالیا،مالیزیا، بلجیم،هالنډ، او اوکراین چارواکي شامل دي.
په همدې حال کې د بیلینګ کټ په نوم د بریتانيي د څېړونکو یوې ادارې چې د مالیزیا د الوتکې د نسکورېدو د پېښې په اړه يې څېړنه کړې ده، د جمعې په ورځ د روسيې د پوځي استخباراتو یو افسر د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې په لاس لرولو تورن کړ.
بیلینګ کټ څېړنیزې ادارې ویلي ۵۰ کلن اولیګ ایوانیکوف د ۲۰۱۴ کال د جولای میاشت په ۱۷ نېټه هغه مهال چې د مالیزیا الوتکه وویشتل شوه، د اوکراین په ختیځ کې موجود و.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر له روسيې غوښتي چې خپل مسؤلیت ومني او د دې پېښې په اړه له تحقیقاتو سره بشپړه همکاري وکړي څو حقیقت څرګند او د پرواز ایم ایچ ۱۷ له ۲۹۸سپرلیو او د الوتکې د عملې له قربانیانو او د هغوې له خپلوانو سره انصاف وشي.
خو روسیه نه یوازې دا چې د مالیزیا د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې لاس لرل ردوي بلکې ټنیګار کوي چې د اوکراین ختیځ ته يې خپل ځواکونه نه دي استولي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په چارو د لاسوهنې او د دې هېواد په ختیځ کې له بېلتون پالو سره د روسيې د پوځي او مالي مرستو په اړه کره شواهد موجود دي.
د کرېملېن ویاند دیمتري پیسکوف ویلي دي روسیه د مالیزیا د الوتکې د نسکورېدو د پېښې په اړه د نړیوالو جنايي تحقیقاتو د مشترک ټیم، بشپړ غړیتوب نه لري نو له همدې امله مسکو دد ې ټیم پر موندنو باور نشي کولی.