په غزني کې د طالبانو د فعالیت پراخېدو په اړه د دغه ولایت د استازو اندېښنې

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت ځینې استازي وايي، د امنیتي ځواکونو، تجهیزاتو او امکاناتو کموالی، په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو د خوځښتونو د پراخېدو لامل شوی دی.

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت ځینې استازي سره له دې چې د دغه ولایت موقعیت ستراتیژیک ګڼي وايي، دا منیتي ځواکونو او تجهیزاتو کموالی، د دغه ولایت د ناامنیو عمده لامل دی.

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازې شاه ګل رضايي د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو راټولېدو ته په اشارې، د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د غزني ولایت امنیتي تشکیلاتو او تجهیزاتو ته باید جدي پام وشي.

نوموړې زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې په غزني ولایت کې د ملي او سیمه اییزو پولیسو شا اوخوا اتیا فیصده پوستې، استحکامات نه لري، کله چې تجهیزات او کافي پرسونل ځای پرځای نه وي او پولیس هم لازمه اعاشه ونه لري او په وږي نس جنګ ته لاړ شي، نتیجه یې داده چې ستونزه ورځ تربلي جدي کېږي."

اغلې رضايي خبر داری ورکوي چې که د غزني ولایت د امنیتي ځواکونو ستونزو ته پام ونه شي، کېدای شي د دغه ولایت یوشمېر ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ شي.

دا اندېښنې په داسې حال کې را پورته کېږي چې د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د دغه ولایت، اجرستان، جغتو، زنه خان، ده یک او ګیلان ولسوالۍ، د وسله والو مخالفینو د خوځښتونو شاهدانې وې چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

پخوا تردې هم په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازیو د جرګې په عمومي غونډو کې د دغه ولایت پر ناوړه امنیتي وضعیت اندېښنې ښودلې او د مرکزي حکومت پام اړول یې ورغوښتی.

هڅه مو وکړه د غزني ولایت د پولیسو د تشکیل او تجهیزاتو د کموالي په اړه د کورنیو چارو وزارت نظر ولرو، خو اړیکي مو ور سره ټینګې نه شوې.

خو د غزني والي عبدالکریم متین د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د تشکیلاتو د کموالي ستونزه تائید کړه او ويي ویل چې د دغو ستونزو د ارزونو په نیت له کابله یو تخنیکي پلاوی ورغلی دی:

د غزني والي عبدالکریم متین

"د دري ارګانونو دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت د عمومي ریاست یو پلاوی پرون غزني ولایت ته رسېدلی دی، دوی د پرسونل شمېر، د وسایطو او وسایلو کموالی ارزوي چې ارزونې یې کابو بشپړې شوي دي."

که څه هم ښاغلي متین د پلاوی د ورتګ په اړه زیات جزئیات ور نه کړل، خو ویې ویل چې پلاوی به د خپلو ارزونو نتایج له امنیتي چارواکو او ولسمشر سره شریک کړي.

د غزني ولایت د ستونزو په اړه اندېښنې په داسې حال مطرح کېږي چې د پوځي چارو پوه محمداګل مجاهد وايي، اوس د هېواد اکثره ولایتونه له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي او د حکومت او نړیوالو همکارانو جدي پاملرنه ورته ضروري ده.

راپور: خان محمد سیند