په پاکستان کې د سني ملایانو په مشرۍ یوې ډلې پاریدلو خلکو په سیالکوټ کې په احمدیانو پورې اړوند د یو سل کلن جومات ګونبدې او منارې نړولې دي.
احمدي یا قادیاني مذهبي اقلیت د پاکستان په اکثریت سني ټولنه کې له پرلپسې فشار سره مخ دي او د پاکستان د قانون له مخې دا ډله ځان ته مسلمانان نه شي ویلی او نه اسلامي نښې کارولی شي.
د احمدي ډلې یو ویاند صلاح الدین ویلي، څو سوه کسانو په سیالکوټ کې ددې مذهبي اقلیت پر جومات د شپې له خوا برید کړی او د جومات ګونبدې او منارې یې نړولې دي.
نوموړي ویلي چې دا یرغل د بریدګرو او ځايي حکومت ترمنځ په جوړجاړی شوی دی خو د پنجاب ایالت پولیسو دا تورونه رد کړي دي.
په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.