د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له ایران سره د اټمي تړون د فسخ کېدو د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ښاغلي پوتین دا څرګندونې پرون د روسیې په سانت پیټرزبورګ ښار کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره له کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
پوتین د اروپايي هېوادونو د هغو هڅو ستاینه وکړه چې د ایران له اټمي موافقې څخه د امریکا له وتلو وروسته یې د دې موافقې د ژغورنې لپاره پیل کړې دي، خو هغه په عین حال کې د دې موافقې د له منځه تلو د ناوړه عواقبو په اړه هم خبرداری ورکړ.
دواړو مشرانو پر نورو نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړې.
ښاغلي مکرون په ګډه خبري غونډه کې وویل، فرانسه او روسیه پر دې موافقه لري چې د سوریې د کړکېچ لپاره باید له نړیوالو قدرتونو سره په ګډه یوه سیاسي حل لاره وموندل شي.
مکرون وویل چې د سوریې پر نوي اساسي قانون او داسې انتخاباتو باید تمرکز وشي چې د سوریې ټول وګړي ګډون پکې ولري.
مکرون د فرانسې د ولسمشر په توګه د لومړي ځل لپاره روسیې ته سفر کوي.
له ده مخکې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل تېره اوونۍ روسیې ته سفر کړی و.