په هرات کې درې تنه د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

په هرات ولایت کې درې تنه د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د هرات ولایت د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نیک نام رسنیو ته وویل چې د هرات د هوايي ډګر پولیسو هغه دوه کسان نیولي چې غوښتل‌یې تر یوه کېلو زیات نشه‌يي مواد هند ته قاچاق کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دې قاچاق کوونکو هر یوه د هیروئینو ۵۰ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او د دې قاچاق په بدل کې درې زره امریکايي ډالر ورکړل شوي و."

په یوه بله پېښه کې یو تن د پوليسو د تلاشۍ پر مهال نيول شوی چې غوښتل‌یې ۶ کېلو ګرامه تریاک د هرات ښار ته انتقال کړي، دی عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو اوونیو کې د نشه‌يي موادو قاچاق زیات شوی او د قاچاق کوونکو د نیولو کچه هم ورسره لوړه شوې ده.