موحد: په ثور میاشت کې ۷۳ د مخدره موادو قاچاق کوونکی نیول شوي

افغان ګډو ځواکواکونو د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې د نشه‌يي موادو تر ۷۰ ډېر قاچاق کوونکي نیولي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په تېرو ۳۰ ورځو کې د ۶۶ پېښو په نتيجه کې د بېلا بېلو ولایتونو ۷۳ کسان د نشه‌يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیولي دي.

له دې کسانو سره تر ۱۱۱ کېلو ګرامو زیات هیروئين، ۲۷ کېلو ګرامه مورفین، ۴۱۰ کېلو ګرامه تریاک، ۳۶۱۱ کېلو ګرامه چرس، تر ۱۱ کېلو ګرامو زیاته شیشه یا کرسټال، ۵۰۴ لیټره تېزاب او ۵۷۴ ټابلېټ «K» ګولۍ نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو د دوو ښځو په ګډون ۸۰ کسان مجازات کړي او د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور یې له یوه څخه تر ۱۵ کالو بند باندې محکوم کړي دي، دغه ډول د ثور په میاشت کې د نشه‌يي موادو د ۱۷ جرمي پېښو په اړه حکمونه صادر شوي دي."