مېرکل: بندیزونه به اروپايي شرکتونه له ایرانه وتلو ته اړ کړي

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل نن د چین له صدراعظم لي کيکيانګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې.

دا په داسي حال کې ده چې د ايران له اټمي تړونه د واشنګټن له وتلو وروسته د سوداګرۍ په برخه کې اندېښنې راپورته شوې دي.

مېرکل په پيکېنګ کې د چين له کيکيانګ سره په ګډه خبري غونډه کې د ايران د موافقې په اړه داسې وويل:

"که امریکا پر ايران نور بنديزونه ولګوي، ځیني اروپايي شرکتونه به له ايرانه وتلو ته اړ شي، په دې سره به په سيمه کې د چيني شرکتونو په ګډون نورو ته ځای تش شي، زه پوهېږم دا د چین د ګټو خبره ده او زه د دوی پر ځای خبرې نه‌کوم، خو زموږ ګډې ګټې دا دي چې له ايران سره اټمي موافقه جاري وساتو."

مېرکل له بشري حقونو نيولې تر ساينس او ټکنالوژۍ پورې پر دوامداره سلا مشورو ټينګار وکړ.

ټاکل شوې ده مېرکل نن وروسته د چين له ولسمشر شي جين پېنګ سره هم وګوري.

وروسته له هغه چې مېرکل خپل نوی حکومت جوړ کړ، دا چین ته د دې لومړی سفر دی او تر دې مخکې دا امریکا او روسیې ته هم تللې ده.