په غزني ښار کې د انتخاباتو د نوملیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې ۲ تنه ټپيان کړي دي.
د چارواکو په وينا د یاد مرکز یو ساتونکی او یوه ښځینه کارکوونکې ټپيان دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند روحالله منصوري نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن سهار شااوخوا ۸ بجې د غزني له لومړۍ امنیتي حوزې سره اړوندې په مغلان کلي کې وشوه.
د ده په وینا د مغلان د هغې ښځینه لېسې څنګ ته په یوه کور کې ځای پر ځای شوی ماين چاودلی چې پهکې د نوملیکنې مرکز و.
ښاغلي منصوري زیاته کړه، دا لا تر اوسه نهده معلومه چې دغه ماین چا ځای پر ځای کړی و.