ملګرو ملتونو د خپلې یوې افغان همکارې د خوشې کېدو هرکلی کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د خپلې یوې همکارې او د هغې د بچي د راخوشې کېدو هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو افغان همکاره او د هغې کوچنی زوی د روان کال په جنورۍ مياشت کې هغه مهال ورک شول چې نامعلومه وسله‌والو د دوی موټر ونیوه.

د مارچ مياشتې په ۱۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د هغه موټر د چلوونکي مړی په کابل کې وموندل شو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر نن په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دوی له اړوندو ادارو سره د برمته نیول شوي ښځې او د هغې د زوی د راخوشې کولو لپاره هلې ځلې کولې.

په اعلاميه کې راغلي چې له ملګرو ملتونو سره همکار افغانان د خپل هېواد ګټو، سولې او پرمختیا لپاره قربانۍ ورکوي.