د سرپل ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ پر چکاب او يخ تپه امنيتي پوستو وسلهوالو طالبانو حملې پيل کړې دي.
دولتي چارواکو دا خبره تأييد کړې او وايي، پرون ماخوستن وسلهوالو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو او عامه نظم د پوليسو پر دوو پوستو حملې کړي چې د پولیسو او پاڅونوالو له مقاومت سره مخامخ شوې.
نښتو د سهار تر څلورو بجو دوام وکړ او دواړو لورو ته د تلفاتو راپور ورکړل شوی.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن پنجشنه ازادي راډيو ته وويل چې په دغو نښتو کې دوه ولسي پاڅونوال وژل شوي او څلور ټپيان دي او درې طالبان وژل شوي دي.
ښاغلی رضايي وايي، سيمه اوسمهال د دولت تر کنټرول لاندې ده.
طالبانو پهدې اړه تر اوسه څه نهدي ويلي.