د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، په غزني ښار کې په یوه غلچکي برید کې یو پولیس او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند روحالله منصوري نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه سرتېري تېره ورځ ناوخته د غزني ښار د پل حیدر اباد او د ښار په یو شمېر نورو سیمو کې ویشتل شوي دي.
نوموړی وايي، وسلهوال له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو په خبرهیې چې د نیولو هڅې یې پیل شوې دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د یادې پېښې پړه پر غاړه نهده اخیستې.