د ارزګان چارواکي: د یوه طالب مشر په ګډون ۷ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د نښتو پر مهال د یو طالب ملا حمیدالله په ګډون ۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

په ارزګان ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي عملیاتي کنډک قوماندان ملک زین‌الله نن پنجشنه ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله‎وال طالبان د ترینکوټ ښار اړوند په شاه منصورو سیمه کې هغه مهال ووژل شول کله چې یې په یاده سیمه پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د کلک مقاومت سره مخامخ شول.

نوموړی وايي، د دوی شمېر چې لسګونو ته رسېده، غوښتل‌یې چې یادو پوستو ته سقوط ورکړي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.