مقداد: د ایران په اړه د امریکا غوښتنه په اجنډا کې نه‌ده شامله

د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد

د امریکا هغه غوښتنه چې ایران باید له سوریې ټول سلاکاران او متحد ځواکونه وباسي، په اجنډا کې نه‌ده شامله او نه هم پرې بحث کېږي.

دغه څرګندونې د سوریې د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د روسیې دولتي رسنیو ته کړې دي.

د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» د ریا نووسټي او سپوټنیک رسنیو ته وویل، دا چې ایراني ځواکونه یا حزب‌الله دې له سوریې ووځي یا دې پاتې شي، د بحث وړ موضوع ځکه نه‌ده چې دا مسئله د سوریې په حکومت پورې اړه لري.

هغه زیاته کړه چې ټول دغه ځواکونه د ترورېزم ضد دي او هغوی د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیته د سرغړونې کومه هڅه نه‌کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د تېرې دوشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې ایران او د هغې متحده د لبنان حزب‌الله ملېشه دې له سوریې ووځي او دا هېواد دې په سیمه کې نور پوځي فعالیتونه هم پای ته ورسوي، که نه پر تهران به تاریخي سخت بندیزونه ولګول شي.

تهران له دې مخکې د امریکا دغه خبرداری رد کړی و.