"م. م": حزب‎الله دې لبنان او سوریه کې له هر ډول فعالیته لاس واخلي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له حزب‎الله ډلې چې د ایران نږدې متحده ده وغوښتل چې په لبنان، سوریه او د سیمې په نورو ځایونو کې پوځي فعالیتونه پای ته ورسوي.

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې انتونیو ګوترش په هغه راپور کې چې تېره اوونۍ یې د ملګرو ملتونو امنت شورا ته استولی و، ویلي چې هغه پوځي وړتیا چې حزب‎الله‌یې د لبنان د حکومت له کنټروله بهر لري، د اندېښنې وړ ده.

ټاکل شوې چې امنیت شورا نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۳» د ګوترش د دغه راپور په اړه بحث او خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له دغې وسله‎والې شیعه ډلې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۰۴ میلادي کال له پرېکړه‎لیک سره سم دې په لبنان کې دننه او له دې هېواده بهر له هر ډول پوځي فعالیتونو لاس واخلي.

ګوترش وویل، د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د حزب‎الله ښکېلتیا دغه‌راز د طائف له تړونه چې د لبنان د ۱۹۷۵ او ۹۰ کلونو ترمنځ کورنۍ جګړې ته‌یې د پای ټکی کېښود هم سرغړونه ده.

هغه وویل، د لبنان حکومت باید حزب‎الله له دې منعه کړي چې د دولت له کنټروله بهر یو ملېشه‎یي ځواک جوړ کړي.