جنرال مېلر به افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان وټاکل شي

تمه ده چې ډګر جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان وټاکل شي.

یو شمېر امریکایي رسنیو د ځینو چارواکو په وینا چې نومونه‎یې نه‎دي اخیستي دا خبر ورکړی دی.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ له میاشتې را په‎دې خوا جنرال جان نېکلسن په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان دی.

که سپینه ماڼۍ جنرال مېلر ته دا دنده سپاري، نو د امریکا د سنا تأیید ته هم اړتیا لري.

جنرال مېلر اوس د امریکا د پوځ د ځانګړو پټو عملیاتو قوماندان دی.

که چېرته مېلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان شو، دی به د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې نهم امریکایي جنرال وي چې دنده ورسپارل کېږي.