د روسي جاسوس لور چې په بریتانیا کې مسمومه شوې وه، وایي درملنهیې ورو او سخته وه.
یولیا سکریپال پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» په یوه بیان کې چې رسنیو خپور کړ په ورته وخت کې هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ به بېرته روسیې ته ستنه شي.
یولیا او د دې پلار سرګي سکریپال د مارچ د میاشتې په لومړیو کې د بریتانیا په سالزبري ښار کې بېهوښه وموندل شول.
بریتانیا پر روسیې تور پورې کړ چې دا کسانیې مسموم کړي دي او د همدې لپارهیې له خپلې خاورې په لسګونه روسي ډیپلوماتان وایستل.
روسیې دا تور رد کړی دی.
سرګي سکریپال د روسیې د استخباراتو پخوانی غړی په ۲۰۰۰ کلونو کې په دې تور روسیې ونیو چې بریتانیا تهیې استخباراتي اطلاعات ورکړي و.
دی بیا په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د یوې تبادلې په ترڅ کې خوشې شو او اجازه ورکړل شوه چې بریتانیا ته ولاړ شي.