د غزني ولايت چارواکي وايي، په ده يک ولسوالۍ کې د بريدونو پر مهال ١٣ وسلهوال طالبان او ٤ افغان پوليس وژل شوي دي.
د والي وياند محمد عارف نوري نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دغه بريدونه تېره شپه شوي چې په نتيجه کې يې ١٧ وسلهوال طالبان او ٧ افغان پوليس ټپيان شوي هم دي.
د والي وياند وايي، بريد هغه وخت پيل شو چې وسلهوالو د سيمهييزو پوليسو پر پوستو حمله وکړه.
وسلهوالو طالبانو بيا په ګېلان ولسوالۍ کې د ځينو پوستو د نيولو ادعا کړې ده چې دولتي چارواکي يې ردوي.