د ننګرهار امنيتي چارواکو د وسلهوالو هغه ډله نيولې چې غوښتليې په مرکز جلالاباد کې پر دولتي ادارو حملې وکړي.
د دوى په خبره دغو وسلهوالو د ټاکنو د نوم ليکنې پر مرکزونو هم د حملې پلان درلود.
د ننګرهار والي حياتالله حيات نن په دې اړه جوړ شوي کنفرانس ته وويل چې د تېرې يوې اوونۍ په بهير کې د طالبانو ١٣ او د داعش ډلې ٢ غړي نيول شوي.
ده زیاته کړه:
"دغو ډار اچوونکو غوښتل په جلالاباد کې پر ځينو رسمي ادارو او د نوم ليکنې پر مرکزونو حملې وکړي."
د ننګرهار چارواکي وايي، له دغو کسانو سره وسلې او د ځانمرګو بريدونو واسکټونه هم نيول شوي دي.