د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن له امریکايي چارواکو سره ګوري

د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس نن په امريکا کې له عالي رتبه امريکايي چارواکو سره پر ځينو مسايلو خبرې کوي.

اټکل کېږي چې د دوى بحثونه به د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ٢٠١۵ میلادي کال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو پر عواقبو متمرکزې وي.

ماس به په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو او د سپينې ماڼۍ له امنيتي سلاکار جان بولټون سره وګوري.

دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې امريکا دوه ورځې مخکې وويل چې پر ايران به په تاريخ کې تر ټولو شديد بنديزونه ولګوي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې پر دغه اټمي تړون‌يې له اوږدې مودې راهيسې انتقادونه کول، ويلي چې تهران د باليستيک توغنديو په ازمويلو او په سيمه کې د افراطي فعاليتونو په ملاتړ د دغه تړون له موادو سرغړونه کوي.