د ارزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي، په راکټي حملو کې ١١ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د دوى په خبره دغه وسلهوال د بهرنيو ځواکونو په هغو راکټي حملو کې وژل شوي چې تېره شپه د مرکز ترينکوټ او چورې ولسوالۍ پر ځينو سيمو ويشتل شوي دي.
په دې منځ کې د ٣ نورو وسلهوالو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمتشاه قيمتي نن ازادي راډيو ته وويل:
"دا د بهرنيو ځواکونو رهبري شوي راکټونه وو چې د دښمن د سوق او ادارې پر ځينو محلاتو يې توغولي دي."
وسلهوالو طالبانو په دې اړه تبصره نهده کړې.