د خوست د ښاروالۍ عواید ۴۰ سلنه لوړ شوي

د خوست د ښاروالۍ ریاست چارواکي وايي چې د یادې ادارې عواید ۴۰ سلنه لوړ شوي او په دغې اداره کې د فساد کچه هم ټیټه شوې ده.

د خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزي نن د چهارشنې په ورځ د حساب ورکوونې په یوه غونډه کې وویل، د ښاروالۍ کلني عواید له ۸۰ میلیونه افغانیو ۱۲۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شوي او یوازې د ګاډو ۳۵ زره لیتره تېل چې پخوا له ښاروالۍ څخه په غیر قانوني توګه ځينو وکیلانو، زورواکو او مشرانو ترلاسه کول، سپما شوي دي.

نوموړي چې د ښاروالۍ په عمومي فعالیتونو یې خبرې کولې، د فساد د مخنیوي یوه بېلګه دا هم یاده کړه چې پخوا ښاروالۍ ته، د ښار له دخولي دروازو ۱۲ لکه افغانۍ عواید راتلل، خو دا عواید تېره میاشت ۵۲ لکه او روانه میاشت ۴۹ لکه افغانۍ وو.

د ښاروالۍ چارواکي د عوایدو د لوړېدو لاملونه په ښاروالۍ کې اصلاحات او د ځوانو مأمورینو جذب، له فساد سره مبارزه او د عوایدو د لوړولو لپاره د ځينو نویو عایداتي سرچینو پیدا کول په ډاګه کوي.

بل‌خوا د ښار د اتحادیو مسؤلین او سوداګر، شوي کارونه کافي نه‌بولي او غوښتنه کوي چې ښاروالۍ باید د ښاري خدمتونو په وړاندې کولو، ټولنیزو برنامو او د عوایدو په راټولو کې تر دې هم فعاله شي.