په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي مرستیال نظیفالله سالارزي له امنیت شورا غوښتي چې د افغان ملکیانو د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات ترسره کړي.
ښاغلي سالارزي پرون د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وویل چې دا شورا دې د نړیوالې سولې او ثبات راوستلو لپاره د ملګرو ملتونو د یوه اصلي باوري غړي په حیث خپل اساسي رول ترسره کړي.
د امنیت شورا پرونی بحث په وسلهوالو نښتو کې د ملکیانو خوندیتوب ته ځانګړی شوی و.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي مرستیال نظیفالله سالارزي وروستۍ نا امنۍ یو په یو یادې کړې او ویېویل چې په هېواد کې یې په جوماتونو، ښوونځیو، روغتونونو، د انتخاباتو د نوم لیکنو په مرکزونو او نورو خوندي ځایونو بریدونه زیات شوي دي.
هغه وویل چې د وروستیو شمېرو له مخې په ټول هېواد کې په یوه وروستي کال کې ۲۹۰۳ ملکیان په بریدونو کې وژل شوي او ۶۰۰۰ نور هم ټپیان دي.