د کندهار په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ ته ورسېد

په کندهار کې د پرونۍ موټر بم چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ او د ټپیانو ۴۰ ته رسېدلی دی.

پرون غرمه د کندهار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د فابریکې په نوم په یوه سرای کې هغه وخت یوه چاودنه وشوه چې د ملي امنیت ځواکونو له بمونو ډک یو موټر نیولی و.

د دې بمي چاودنې د تلفاتو د زیاتېدو خبره سیمه‌ییزو چارواکو ازادي راډیو ته تأیید کړې ده.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي هم پرون ویلي و چې د چاودنې د شدت زیاتوالي ته په کتو کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېر بدل شي.

په وژل شویو او ټپیانو کې ملکیان او پوځیان شامل دي.

د دې موټر بم چاودنې مسؤلیت چا په عاړه نه‌دی اخیستی.