ډیپلومات: تهران دوه انتخابه لري، کابل که طالبان!

  • وال سټریت ژورنال

وال سټریت ژورنال فراه ته له کابله د جګپوړي پلاوي سفر څېړلی دی.

دغه ورځپاڼه لیکي چې د شنبې په ورځ د فراه ولایت په مقام کې د ولسمشر غني د کابینې یو شمېر غړي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان غونډه وکړه او دوی د فراه له ښاره د طالبانو ایستلو ته د یوې بریا په سترګه کتل، خو سیمه‎ییزو چارواکو دې جګړې ته په بله سترګه.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

سیمه‎ییزو چارواکو په فراه کې د جګړې پر هرې هڅې انتقاد کاوه، دوی د جګړې په مدیرانو کې د فساد مسئله راپورته کړه، هغوی‎یې بې‌جرأته توصیف کړل او د دوی ترمنځ‌یې اختلافاتو ته اشاره وکړه.

ایران اوس د افغانستان د جګړې بل عامل بلل کېږي.

په‎دې غونډه کې نعمت‎الله بارکزي چې ځان د مدني ټولنې فعال معرفي کړ دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رئیس او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان مخاطب کړل او ویې‌وویل، زه نه‌غواړم چې له کابله د راغلي پلاوي مننه وکړم، دوی باید خپله دنده ښه ترسره کړي.

ورځپاڼې د دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي خبرې هم را اخیستي چې په غونډه کې یې وویل، د ۳۴ ولایتونو له ډلې د اوو ولایتونو مرکزونه د فراه په ګډون تر فشار لاندې وو.

وال سټریت ژورنال د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې بیا د فراه د جګړې په ارتباط ایران ته اشاره کړې ده او لیکي:

ایران اوس د افغانستان د جګړې بل عامل بلل کېږي او که یوه لور ته د امریکا ولسمشر د ایران د اټمي تړون له امله پر ایران فشار راوستی، بل لور ته داسې اندېښنې شته چې ایران له طالبانو سره مرستې پیل کړي، څو په کابل کې د متحده ایالاتو ملاتړی حکومت تر فشار لاندې راشي.

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې هم په‎خپله تازه ګڼه کې له طالبانو څخه د ایران د حمایت مسئلې ته اشاره کړې ده او لیکي چې دې موضوع د تهران مخې ته دوه انتخابه پرانیستي دي چې یو به‌یې غوره کوي، کابل که طالبان.

ډیپلومات لیکي:

له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ یوه لویه نښه دا وه چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور چې کله له ایرانه د پاکستان کوټې ته ستنېده د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې وویشت.

د خپرونې په وینا یو شمېر نور عوامل هم دا روښانه کوي چې ایران د طالبانو ملاتړ کوي.

یو یې هم د ایران له اټمي تړونه د امریکا وتل دي چې ښایي ایران له امریکا نه خپل غچ په‎دې ډول واخلي چې له طالبانو سره همکاري زیاته کړي.

ډیپلومات بیا د فراه د ښار د تېرې اوونۍ جګړې ته اشاره کوي.

د ډیپلومات په باور له طالبانو د ایران د ملاتړ بله نښه په افغانستان کې پر هغو سیندونو د بندونو د جوړېدو مسئله ده چې اوبه‌یې ایران ته بهېږي.

د افغانستان ولسمشر پر دغو سیندونو د لویو او وړو بندونو پر جوړېدو ټینګار کړی او ایران چې د افغانستان له لوري پر اوبو متکي دی له دې سره مخالفت کوي.

ډیپلومات له طالبانو سره د ایران د حمایت درېیمه نښه د ټاپي د ګازو پروژه یادوي چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقالوي.

خپرونه لیکي:

ایران له اوله لا له‎دې پروژې سره مخالفت کاوه، د دې پروژې د کار د پرانیستو په ورځ افغان امنیتي ځواکونو ۱۰ تنه مشکوک ونیول چې په ایران کې روزل شوي وو او غوښتل‌یې چې د پرانیستلو د مراسمو پر مهال بریدونه وکړي.

خو ډیپلومات لیکي، د دې ټولو سربېره افغانستان کولای شي چې د ایران چلند په خپله ګټه بدل کړي او دا مهمه ده چې دواړه هېوادونه ښه سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې ولري.