ټرمپ: چانس شته چې له کېم جونګ اون سره د جون د ۱۲مې لیدنه وځنډېږي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د دې چانس شته چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره‌یې د جون په ۱۲مه لیدنه ونه‌شي او وځنډېږي.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د جنوبي کوریا د مشر مون جه اېن سره د خبرو پر مهال د سنګاپور د هغې لیدنې په اړه شک څرګند کړی چې ټاکل شوې ټرمپ او کېم خپلو کې وګوري.

ولسمشر ټرمپ پرون سې شنبه خبریالانو ته وویل، کېدای شي چې دا لیدنه په ټاکلي وخت ونه‌شي، خو د دې چانس شته چې بل وخت کې موږ سره وګورو.

ده وویل:

"ځانګړي شرایط دي چې موږ یې غواړو او زه فکر کوم چې موږ به دا شرایط ترلاسه کړو او که موږ تر لاسه نه‌کړل، بیا به دا لیدنه نه‌کېږي، صادقانه‌یې وایم، د دې فرصت شته چې د شمالي کوریا لپاره او د نړۍ لپاره به یوه بهترینه لیدنه وي، خو که چېرې دا لیدنه ونه‌شي، کېدای شي وروسته وشي، کېدای شي په یو بل وخت کې سره وګورو."

ولسمشر ټرمپ وویل، دا به ډېر ژر څرګنده شي چې د شمالي کوریا د مشر سره‌یې لیدنه هماغسې چې ټاکل شوې، کېږي او که نه.

شمالي کوریا په وروستیو کې د امریکا او جنوبي کوریا شریک پوځي تمرینات وغندل او د شمالي او جنوبي کوریاګانو ترمنځ‌یې مذاکرات وځنډول.

له دې وروسته په دې اړه هم شکونه پیدا شول چې ایا د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون هغه لیدنه به ترسره شي چې د جون په ۱۲مه په سنګاپور کې پلان شوې ده، که نه.