هاشمي: د جعلي تذکرو د جوړېدو غیر رسمي راپورونه رارسېدلي

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، په دې اړه چې یو شمېر احتمالي کاندیدان جعلي تذکرې جوړوي، غیر رسمي راپورونه ورسېدلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون غړي سید حفیظ‌الله هاشمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا مسئله‌یې له امنیتي او استخباراتي چارواکو سره شریکه کړې ده.

دی وایي:

"موږ نن د کمېسيون په مقر کې له امنیتي او کشفي چارواکو سره غونډه درلوده او دا موضوع مو په‌کې یاده کړه، هغوی وویل، په دې اړه‌یې کوم جدي مورد نه‌دی موندلی او نه ورته اطلاع ورکړل شوې ده."

ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ چې که داسې کوم مورد وموندل شي چې چا جعلي تذکرې تر لاسه کړې وي، دا جرم دی او له مرتکب سره به‌یې قانوني چلند کېږي.

د یو شمېر احتمالي کاندیدانو له‌خوا د جعلي تذکرو د جوړولو ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې، د جوزا د میاشتې په پنځمه د ولسي جرګې د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه پیل شي.

ښاغلي هاشمي وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په ټولو ولایتونو کې د ولسي جرګې د کاندیدانو د نوم لیکنې لپاره چمتووالی بشپړ کړی.