چارواکي: د غزني له ده یک او جغتو ولسواليو نه طالبان په شا شوي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ده یک او جغتو ولسوالیو څخه‌یې وسله‌وال طالبان په شا کړي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند روح‌الله منصوري د سې شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې په یادو ولسواليو کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي‎.

نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پر مهال تر دا مهال لسګونه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي چې د کره شمېر په اړه‌یې معلومات نه‌لري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنو ته څه نه‌دي ویلي.

د غزني د ولایتي شورا په وینا پر یادو ولسوالیو تېره شپه وسله‌والو طالبانو بریدونه کړي چې پر مهال د جغتو ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون یو شمېر سرتېري وژل شوي.