په روسیه کې د الکسي ناوالني دوه همکاران نیول شوي

په روسیه کې د سیاسي اپوزېسیون د مشر او د اداري فساد پر ضد د مبارزې د زنداني مشر الکسي ناوالني د رسنیو د چارو مسئوله کیرا یارمیش بیا پولیسو نیولې ده.

د خپلواکو رسنیو په حواله، پر یوټیوب د ناوالني د خپرونو مسئول، رسلان شاوي دینوف هم نیول شوی دی.

د مسکو پولیسو د ناوالني دواړه همکاران نن سې شنبه د پولیسو سټېشن ته بیولي دي.

شاوي دینوف نن پر ټویټر ولیکل چې پولیسو په مسکو کې هغه له خپله کوره دباندې نیولی دی.

د ناوالني په مشرۍ، له اداري فساد سره د مبارزې د بنسټ مسؤل ایوان ژادنوف نن وویل چې دواړه نیول شوي همکاران‌یې تورن دي چې د مې میاشتې په پنځمه نېټه‌یې د جمهور رئیس ولاديمیر پوتین پر ضد لاریون تنظیم کړی و.

ناوالني پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې د ولادیمیر پوتین د لوړې تر مراسمو دوه ورځې مخکې د مې میاشتې په پنځمه نېټه، په ټوله روسیه کې لاریونونه وکړي.