نړیوالو رهبرانو ته د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان خبرداری ورکړ

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ له نړیوالو رهبرانو غوښتنه کړې چې که د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په سوریه کې د ملکي وګړو د امنیت ټینګولو لپاره اقدام ونه‌کړي، په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې دې له ګډونه ډډه وکړي.

روسیه به سږ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو کوربه وي.

په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې ولادیمیر پوتین د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، نن سې شنبه په یوه بیان کې پر مسکو غږ کړی چې د سوریې د خلکو د کړاو په وړاندې د مسؤلیت احساس وکړي او سترګې دې نه‌ورباندې پټوي.