د ژورنالېستانو یوه ډله نن شمالي کوریا ته ورسېده

د ژورنالېستانو یوه ډله چې د غربي خبري رسنیو او همداراز د چین د خبري رسنیو استازي دي، نن شمالي کوریا ته ورسېده.

د ژورنالېستانو دا ډله د دې لپاره شمالي کوریا ته تللې چې د شمالي کوریا د هغو اټمي بټیو د بندېدلو له بهیره راپورونه جوړ کړي چې تر ځمکې لاندې جوړې شوې دي.

د «اسوشیټېډ پرس»، «سي. ان. ان»، «سي. بي. اس»، «رشیه ټوډې» او د چین د دولتي رسنیو خبریالان نن د پيکېنګ له هوايي ډګره، د پیونګ یانګ پر لور لاړل.

د روېټرز په ګډون د نورو زیاتو خبري رسنیو خبریالانو هڅه وکړه چې د پونګي ري په نوم د یوې اټمي کارخانې چې تر منتاپ غره لاندې جوړه شوې وه، د بندېدلو په اړه راپورونه جوړ کړي، خو په هغه سیمه کې د څو چاودنو له امله، ډېرو خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه‌وه ورکړل شوې.

پیونګ یانګ دا وار محدود شمېر خبریالانو ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو له شمالي کوریا غوښتنه کړې چې د تل لپاره خپل اټمي تأسیسات داسې له‌منځه یوسي چې د بیا فعالېدو امکان‌یې نه‌وي او د دې کار د تأیید لپاره څارنو ته اجازه ورکړي.

خو شمالي کوریا هېڅ ډول کارپوهان چې تأیید کړي چې هغوی خپل اټمي تأسیسات تخریب کړي، نه‌دي ورغوښتي.