ولایتي شورا: په غزني کې تېره شپه ۱۴ پولیس وژل شوي

په غزني کې چارواکي وايي چې په ده یک، چغتو، قره‌باغ او اجرستان ولسوالیو کې په وسله‌والو حملو کې تېره شپه، ۱۴ پولیس وژل شوي دي.

د ولایتي شورا غړي، حسن رضا یوسفي اسوشیټېد پرس ته ویلي چې په ده یک ولسوالۍ کې بېګا د وسله‌والو طالبانو په حمله کې د ولسوالۍ امنیه قوماندان، د احتیاط پولیس یو قوماندان او نور اووه تنه پولیس وژل شوي دي.

یوسفي ویلي چې په جغتو ولسوالۍ کې هم اووه پولیس وژل شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا رئیسي، لطیفه اکبري ویلي چې وسله‌والو طالبانو په جغتو او ده یک کې څو پوستې نیولې دي.

وسله‌والو طالبانو ویلي چې جغتو ولسوالۍ یې نیولې او په ده یک کې د پولیسو پوسته هم د دوی په لاس کې ده.

خو د افغانستان دولت لا دا خبر نه‌دی تأیید کړی.