د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، تهران د امریکا پرېکړې نهشي منلی.
روحاني دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، مایک پامپیو د پرونیو خبرو په ځواب کې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې واشنګټن به پر ایران داسې سخت بندیزونه ولګوي چې په تاریخ کې نهدي لګول شوي او که د ایران رژیم خپل اعمال بدل نهکړي، د بندیزونو درد به لا ورباندې زیات شي.
پامپيو وویل چې که ایران غواړي چې امریکا اټمي موافقه ورسره لاسلیک کړي، باید ۱۲ شرطونه چې پرونیې اعلان کړل، عملي کړي.
روحاني نن په ایراني رسنیو کې بیان ورکړ او ویېویل چې نړیوال نن ورځ دا نهمني چې امریکا د نړیوالو پرېکړې کوي.
روحاني د پامپیو خبرې رد کړې او ویېویل چې د ډونالد ټرمپ اداره د امریکا د بل جمهور رئيس، جورج ډبلیو بوش سیاستونه تکراروي او داسې بیانونه خپروي لکه په ۲۰۰۳ میلادي کال کې به چې د بوش له ادارې خپرېدل.