په وروستۍ اوونۍ کې په غزني او بغلان کې۲۰ زره کسان بې‌ځایه شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وايي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې په غزني او بغلان کې ۲۰ زره کسان د جګړې له امله بې‌ځايه شوي دي.

د دې ادارې په اوونیز راپور کې چې نن خپور شوی، راغلي چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۶ زره کسان د سېلابونو له امله بې‌کوره شوي او له ۱۳ زره افغانانو سره چې وچکالۍ، سېلابونو او زلزلې ځپلي وو، بېړنۍ بشري مرستې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وايي چې لږ تر لږه په ارزګان ولایت کې دوه روغتونونه له دوو اوونیو راهیسې، د جګړې له امله تړلي دي.