په غور کې چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د هغو سیمو د بیا نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړي چې څو ورځې وړاندې وسلهوالو طالبانو نیولي دي.
د غور والي، غلام ناصر خاضع ازادي راډیو ته وویل چې پوځي عملیات نن سهار پیل شوي دي.
د خاضع په وینا، د غور په دولینه ولسوالۍ کې د خواجهګانو او سلمین کلي نیول شوي دي.
د غور والي وویل چې د تلفاتو دقیق شمېر لا نهدی څرګند شوی.
وسلهوالو طالبانو په غور کې د عملیاتو په اړه څه نهدي ویلي.