د ایران ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تُندو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې نړۍ نن د امریکا پرېکړې نهمني.
حسن روحاني تېر ماښام وویل چې د نړۍ هر هېواد خپل استقلال لري.
د روحاني په خبره د امریکا دولت ۱۵ کاله شاته تللی او د هغه هېواد د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش څرګندونې تکراروي.
بوش په ۲۰۰۳ میلادي کال کې ایران، شمالي کوریا او عراق د شرارت مرکزونه یاد کړي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د روحاني تر غبرګون دمخه په واشنګټن کې د هریتیج بنسټ په مرکز کې د وینا پر مهال له ایران سره د نوي اټمي توافق د کېدو لپاره ۱۲ شرطونه کېښودل.
پامپیو وویل، هېواد بهیې د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو سخت بندیزونه پر ایران ولګوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ورځې دمخه اعلان وکړ چې هېواد یې د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون څخه وځي.