د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، حکومت د اقتصادي ودې، د کورنیو تولیداتو د ډېرېدو او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو ته ژمن دی.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې دغهراز وویل چې اقتصادي وده له خصوصي سکټور او کورنیو تولیداتو سره مستقیمه اړیکه لري.
په دې غونډه کې د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل چې د افغانستان اقتصادي وده اوسمهال ۲،۲ فیصده ده.
هغه زیاته کړه چې لا هم بېوزلي ۵۵ فیصده، بېکاري ۲۴.۵ فیصده او د خوړو نهخوندیتوب ۴۴ فیصدو ته رسېدلی دی.
ښاغلی مستور زیاتوي، که پالېسي بدله شي او د صادراتو او وارداتو انډول رامنځته شي، نو وړاندوینهیې دا ده چې د افغانستان اقتصادي وده به تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې شااوخوا ۵.۵ فیصده ته ورسېږي.
افغانستان د نولس نیم میلیارده ډالرو معادل ناخالص تولیداتو او پر سړي سر د ۶۰۰ ډالرو عاید سره د هېواد ۲۴ بېوزلی هېواد بلل کېږي.