د بغلان د ملي امنيت رياست شااوخوا ١٠ زره ټوکه درسي کتابونه چې په غير قانوني ډول خرڅېدل، کشف او ضبط کړل.
د بغلان د پوهنې رياست مرستيال نقيبالله سجاد نن ازادي راډيو ته وويل چې د دغو کتابونو خرڅول منع دي او له پلورونکو سره بهيې قانوني چلند وشي.
ښاغلي سجاد په دې اړه چې دغه کتابونه څنګه بازار ته وتلي، له څه ويلو ډډه وکړه.
ويل کېږي چې د بغلان په زياتو ښوونځيو کې زدهکوونکي د درسي کتابونو له کموالي او نشتوالي شکايت لري.