د غزني د مرکز او ولسواليو یو شمېر اوسېدونکو له تېرو شااوخوا ۳۴ ورځو راهیسې نن دوشنبه هم د دغه ولایت په مرکز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دفتر دروازه تړلې او د یاد دفتر مخې تهيې د پرلت خیمه درولې ده.
غوښتنې یې دا دي چې په دغه ولایت کې دې ټاکنې حوزوي شي، پر تذکرو دې سټیکرونه نهلګول کېږي، د ټاکنو د کمېسيون په مأمورینو کې دې ټولو قومونو ته یو ډول ونډه ورکول شي او په ناامنه ولسواليو کې دې د ټاکنو لپاره زمینه برابره شي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د غزني د ولایتي ادارې او په مرکز کابل کې د ټاکنو د کمېسيون له مسؤلینو سره خبرې وکړو، خو هغوی په کراتو کراتو زموږ ټيلیفون ځواب نهکړ.
دا په داسي حال کې ده چې د غزني په ګاونډ وردګ ولایت کې هم خلکو په دې هدف
اعتراض کړی وو چې ګنې په دغه ولایت کې دې ټاکنې حوزوي شي.