چین د سپوږمۍ په لیرې پرتو برخو کې د تحقیقاتو لپاره یو سټلایټ استولی

چین د دوشنبې په ورځ د سپوږمۍ په لیرې پرته برخه یا تیاره اړخ کې د تحقیقاتو لپاره د ځمکې قمر ته د قیو قیاو «Queqiao» په نوم سټلایټ د یوه فضايي توغندي په وسیله واستاوه.

د دې سټلایټ استول په سپوږمۍ کې د چین د هغو تحقیقاتو لومړی ګام دی چې دا هېواد غواړي راتلونکی کال کې یې پیل کړي.

چین لومړی هېواد دی چې د سپوږمې په تیاره اړخ کې د تحقیقاتو پلان لري.

قیو قیاو د چین له لرغونو اساطیرو اخیستل شوې کلمه ده او معنی یې د کارغه پُل دی.

د سپوږمۍ تیاره اړخ چې له ځمکې پوره د لیدو وړ نه‎دی، نسبتاً ناپېژندل شوی پاتې دی.

د چین د فضايي تحقیقاتو ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې پر وېب‎پاڼه‌یې خپره شوې ده لیکلي چې د دې سټلایټ وړونکی راکټ د جنوب لوېدیځ سیچوان ولایت له فضايي اډې څخه وتوغول شو.

خبرپاڼه د پروژې د مشر ژنګ لیهوا «Zhang Lihua» له قوله زیاتوي چې نوموی وايي، د دې سټلایټ استول مهم ګام دی، خو دا فضايي مأموریت به له یو لړ خنډونو سره هم مخامخ شي چې یو به‌یې د سپوږمۍ پر مدار د دې سټلایټ د تاوېدو لپاره د بېلابېلو حالتونو تنظیمول وي.

چین له‎دې مخکې هم سپوږمۍ ته یوه تحقیقاتي بېړۍ استولې وه او په پام کې لري چې راتلونکی کال بیا هم د «چنګ ۵» په نوم تحقیقاتي بېړۍ ورواستوي.

تمه ده چې دا بېړۍ به له ۱۹۷۶ کال په راوروسته موده کې د لومړي ځل لپاره له سپوږمۍ څخه ځینې نمونې یا سمپلونه هم راوړي.

چین له روسیې او متحده ایالاتو وروسته درېیم هېواد دی چې فضا ته‌یې د انسان په سپرلۍ بېړۍ استولې دي او اوس‌یې د ځمکې په مدار کې د« تیانګانګ دوه Tiangong 2» په نوم فضايي سټېشن چې ۶۰ ټنه وزن لري او د پلان له مخې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به انلاین شي هم ځای پر ځای کړی دی.

چین لومړی هېواد دی چې د سپوږمې په تیاره اړخ کې د تحقیقاتو پلان لري.

​چین غواړي چې په خپل راتلونکي فضايي مأموریت کې د دې فضایي سټېشن او په ۲۰۲۰ میلادي کال کې مریخ ته د روانې بېړۍ د اړتیا وړ مواد هم واستوي.

د چین فضايي پروګرام په ډېر بریالیتوب سره پر مخ روان دی، خو تېر کال وروسته له هغه له لویې ماتې سره مخامخ شو چې د یوه فضايي راکټ په استولو بریالی نه‎شو او له‎دې سره هند چې د چین رقیب ګڼل کېږي، د فضايي تحقیقاتو په درجه بندۍ کې مخکې شو.